انصار: (د زمري ۸ مه)، د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر سید حبیب الله آغا وايي چې عصري زده کړې کول فرض کفایي دي.
نوموړي د سږني کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي:«دوی آسمان ته ورسېدل، ډرن یې په آسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نه لرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»
سید حبیب الله آغا څرګندوي:«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زده کړه کفايي فرض ده. »
هغه دا هم ویلي، چې په پوهنیزو بنسټونو کې به د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو استعمال منع کړل شي.
طالب چارواکي وخت په وخت د عصري زده کړو د پلوۍ ادعاوې کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې دوی د سلګونه زرو نجونو پر مخ د زده کړو او د ښځو پر مخ د کار دروازې تړلې دي.
د دې تر څنګ یې عصري زده کړې او د دغو زده کړو خاوندان منزوي کړي او پر ځای یې د خپلې مفکورې مدرسې زیاتې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32724